ایکنانیوز له مشهده راپور راکوي،پرون مازدیګر د مشهد مقدس په سپيڅلي رضوي حرم کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د ۴۱ پړاؤ په دوهمه ورځ د ایران نماینده سید محمدحسیني پور د تحقیق د قرائت په څانګې کې د ابراهیم سورې له لومړي تر شپږم پورې آیتونه تلاؤت کړل چې درست آوریدونکي ئې په وجد کې راوستل او له ستاینې پرته ئې بله چاره نه درلوده.
حسینی پور په وروستیو کلونو کې او په عین ځوانۍ کې له خپل ځانه ډير په زړه پورې تلاؤتونه نندارې ته وړاندې کړي دي او د ډيرو قرآني استاذانو او د نظر خاوندانو توجه ئې جلب کړې ده. دهغه تلاؤتونه همیشه قرآن کریم سره د نه بیانونکي عیض او ژورې تجروبې ښودنه کوي.
د حسیني پور د تلاؤت په وخت ټول هال له خلکو ډک ؤ او په لیوالتیا سره ئې د هغه تلاؤت ته غوږ کیښودلی ؤ چې هال د سبحان الله او الله اکبر له چغو انګازې کولې او د هر آیت په تلاؤت سره خلک په وجد او خود کې راتلل او په زړه پورې انداز سره ئې هغه ستایلو.
د حسینی پور د تلاؤت له ختمیدا وروسته په هال کې موجودو حاضرو خلکو د صلواة په استولو سره د هغه تر ډیر وخته ستاینه او قدرونه کوله او په دوام کې حسیني پور په آرامښت او مُسکا سره چې له خپلې اجرائې رضایت رابرسیره کید،د تلاؤت له ځایه وخوځید، او له خبریالانو سره لنډو خبرواترو ته حاضر شو.
https://iqna.ir/fa/news/4262383